انصار:( د لیندی لمړی) د چاپېریال ارزونې یوې نړیوالې ادارې په تازه ارزونه کې د هندوستان پلازمېنه نوې ډیلي د چاپېریالي ککړتیا له پلوه د نړۍ تر ټولو لومړی، د پاکستان لاهور ښار دویم او د افغانستان پلازمېنه کابل د نړۍ درېیم ککړ ښار اعلان کړی.
یاده څېړنه د امریکا د یوه پوهنتون لپاره ترسره شوې او له ځانګړي اعتبار څخه برخمنه ګڼل شوې ده.
مخکې کابل هم د نړۍ په زیاتو ککړو ښارونو کې اعلانیده.
له تېرو څو کلونو راهیسې په کابل کې د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره اقدامات، د بېوزلۍ له امله د موټرو او نقلیه وسیلو د ګرځولو کمښت او له کابل څخه خپلو اصلي سیمو ته د یو شمېر کورنیو کډه کیدل د چاپېریال د نسبي ښه والي لاملونه ګڼل کیږي.
له دې سره، نیوکه ده چې کابل ښار لا څنګه چې لازم دی پاک نه ساتل کیږي او د مسولو ادارو ترڅنګ عام خلک ناغېړي پکې کوي.
د افغانستان د نورو سیمو په نسبت په کابل کې د زړه او نورو خطرناکو ناروغیو د زیاتوالي یو دلیل هم د چاپېریال زیات ککړوالی ګڼل کیږي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28611